د بغلان امنیې قومندانۍ ویلي، چې د سالنګ لویه لار د واورې د اورښت او توپان له امله نن مازدیګر څلور بجې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې.
امنیې قومندانۍ له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتي، چې تر بیا خبرتیا پر دې لویه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي. د یادولو وړ ده، چې د سالنګ لویه لاره د ژمي په موسم کې ډېره ځله د واورین توپان له امله تړل کېږي.