په لغمان ولایت کې د نښتې او د وسله والو پر پټنځايونو د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو له امله اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د وږي په لومړۍ نېټه رسنیو ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوايي بريدونه پرون د مرکز اړوند د حيدر خېل غره په سيمه کې شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په بريدونو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي.
دغه راز په اليشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د سيلاب قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې نښته پرون د دغې ولسوالۍ اړوند نجيل قلعه سيمه کې شوې ده.
خبرپاڼه کې ډاډ څرګند شوی چې په دغو پېښو کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
لغمان کې هوايي بريدونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.