د کرکټ نړۍوال جام کې د افغان لوبغاړو ځانګړنې

20 لړم 1402 چنار راډيو
لیکنه: جعفر هاند لیکنه: جعفر هاند

لیکنه: جعفر هاند

په هند کې د یوه ورځني کرکټ نړیوا جام کې د افغانستان بریالی سفر پای ته ورسېد، په دغه جام کې د افغانستان لپاره مثبت ټکي دومره ډېر دي، چې منفي په کې هېڅ نه ښکاري. په دې لیکنې کې مې د افغانستان د نړیوال جام سفر ته لنډه کتنه کړې.

اغېز:

د افغانستان اغېز دومره ډېر و، چې له بریاو وروسته د کرکټ نړیوال ترتیب او ارډر یې بدل کړ. افغانستان اوس په اسیا کې د سر په مهمو لوبډلو او د نړۍ په اتو غوره لوبډلو کې دی. د غښتلیو لوبډلو ماتول د نړیوال جام د سیالیو تنظیم او ترتیب ادل بدل کړ او خوند یې لا پسې زیات کړ.

د افغانستان شرایط، امکانات، وضعیت او هر څه چې راټول کړې، افغانستان په نړیوال جام کې فوق العاده ولوبېده، د ډېرو له تصور لرې. د یو پاکستاني خبریال په ټویټر کې مې ولوستل، چې پاکستان خو د نورو لوبډلو په بریاوو او ماتو مخکې ځي، خو حقیقت دا دی چې افغانستان تر پاکستان ډېر ښه ولوبېده.

تاریخونه او ریکارډونه:

افغانستان ته دا نړیوال جام تاریخ جوړونکی و. افغانستان په کې څلور لوبې وګټلې، خپل سر سخت سیال پاکستان او د نړۍ او اسیا اتلې لوبډلې یې ماتې کړې. افغانستان په نړیوال جام کې په یوې لوبې کې تر ټولو لوړ ۲۹۲ منډو هدف وټاکه، هغه یې هم د اسټرالیا په څېر پیاوړې لوبډلې خلاف.

افغانستان په لومړي ځل د (اتلانو جام) یا چمپینز ټرافۍ ته ووت چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د اتو غوره لوبډلو ترمنځ په پاکستان کې کېږي. دا هم یو تاریخ و او دی چې په نړیوال جام کې د ښو لوبو له کبله دغو سیالیو ته ووتل. ابراهیم ځدراڼ لومړی افغان لوبغاړی شو، چې په دې نړیوال جام کې سلیزه وکړه. دا هم یو تاریخ و. تر څو چې نړیوال جام وي دا ټول به یادېږي.

بیټینګ یا توپوهنه:

د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل افغان لوبغاړو لوړ لوړ هدفونه پوره کړل. تر نړیوال جام مخکې ټولو د افغانستان د توپ اچوونې صفتونه کول، خو ملي لوبغاړو داسې توپوهنه وکړه، چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړه. مهم ټکی په کې دا و چې یو یا دوو لوبغاړو منډې ونه کړې، بلکې ټولو توپ وهونکو خپله ونډه واخیسته او دا هم په افغان لوبډلې کې یو بیساری عمل او د یوې لویې او مجربې لوبډلې نښه وه. ټیم ورک د یو هدف لپاره مشترک مسئولیت منل وي. د پوره ۵۰ اورونو لوبول، اوږود انېنګز یا ملګرتیا کول، پارټنرشیپ او حالاتو ته په کتو ځان عیارول د افغانستان د بیټینګ قوي اړخونه وو.

د عظمت عمرزي مخکې راوستل او اکرام علي خېل لوبول دواړه ښې پرېکړې وې. د افغانستان بیټینګ ارډر ډېر ښه جوړ شو او دا هم د نړیوال جام یو مثبت ټکی و.

 

افغان لوبغاړي په خپل قوت پوه شول. په داسې لوی ټورنمنټ کې یې ښو لوبو او بریاو په ځان باندې اعتماد او باور نور هم زیات کړل، د پاکستان او نورو په ماتولو سره پوه شول چې دوی ډېر غټ استعدادونه دي. دا مثبته انرژي به ټول عمر دوی مثبت ساتي.

فټنس او ډسپلین:

افغان لوبغاړو نهې لوبې بشپړې کړې او داسې کومه پېښه ونشوه چې کوم لوبغاړی دې ژوبل شوی وي. دا ډېر اوږود، ستړی او له فزیکي او رواني فشارونو ډکې لوبې او ډک سفر و، خو افغان لوبغاړي ترې بریالي ووتل. دا هم مثبت ټکی و. دوی په دې برخه کې هم عالي وو او عالي ننداره یې وړاندې کړه. د ځینو نورو هېوادونو لوبغاړي ژوبل را ژوبل او بدل رابدل شول، خو افغان لوبغاړي په خپل مکان ثابت وو.

د لوبغاړو تر منځ اتفاق، د ګټې انګیزه، تلوسه، او تر وروستۍ شېبې پورې مبارزه کول بې مثاله وو. ګڼ شمېر پاکستانیو مبصرینو په تلویزیونونو کې د افغان لوبغاړو پر اتفاق او یووالي ډېرې خبرې کولې او دا یې ددوی د بریا راز یادولو.

توپ اچوونه:

افغانستان هم په تېزې او هم په ورو توپ اچوونې کې عالي و. نوین، فضل او عظمت د افغانستان د تېزې توپ اچوونې برخه ډېره ښه مخې ته یوړه. ورو توپ اچوونه خو هسې هم فوق العاده وو. د نور احمد لکڼوال لوبېدل یو بل مهم او مثبت ټکی و. افغانستان نړیوال جام کې لومړۍ لوبډله وه، چې په څو لوبو کې یې څلورو اصلي یا (جینوین) ورو توپ اچوونکي ولوبول. نورو لوبډلو دا کار ونکړ او یا یې ونشو کړای. افغانستانن ښه جرات او ښه پرېکړې وکړې. که څه هم د افغانستان کوم توپ اچوونکی د نړیوال جام په غوره توپ اچوونکو کې نه لیدل کېږي، خو په ګډه یې خپل مسئولیت ښه ادا کړ.

فیلډینګ:

افغانستان له بده مرغه په دغه نړیوال جام کې هاغسې چې توپ وهنه او توپ اچوونه وکړه، فیلډینګ یې ونشو کړای. افغانستان ځینې لوبې د خراب فیلډینګ له کبله وبایللې. د نیوزیلینډ او استرالیا خلاف لوبو کې یې ډېر کیچونه وغورځول او همدا ورته ډېر ګران پریوتل. که هغه کیچونه نیول شوي وای، افغانستان به اوس سیمې فاینل کې وو. د افغانستان دا برخه کمزورې وه.

کپتاني یا لوبډلمشري:

حشمت الله شهیدي له نړیوال جام او اسیا کپ وروسته باید یو عادي کپتان نه وي. د ده د کپتانۍ په اړه مې څو ورځې مخکې لیکل کړي وو او هغه خبرې بیا نه تکراروم، مګر په لوبډلې کې د ځینو اساسي تغیراتو راوستلو او د لوبډلې اوسني ترکیب په جوړولو کې د کپتان لوی لاس و او دی. دی په خبرو او افهام تفهیم کې دقیق و. په میدان کې پرېکړې په مشورې کوي او د کپتان مسئولیت ته په کتو لوبېږي. یوه مشوره به ورته دا وي، چې په هرې پرېکړې کې د افغانستان ګټه او د مستعدو او مستحقو ځوانانو حق په پام کې ونیسي او د معاصر کرکټ ضرورت ته په کتو، له دودیزې کپتانۍ څخه د یوې متحرکې او زړورې کپتانۍ نړۍ ته داخل شي.

 

نړۍ ته د افغانستان پیغام رسول او ځوانانو ته انګیزه ورکول:

افغان لوبغاړو په نړیوال جام کې نړیوالو ته د افغانستان د مظلومیت او نړیوال کرکټ ته د خپل قوت پیغام ورکړ. د افغان لوبغاړو له لوري د افغانستان زلزلې ځپلو سره د نړۍ د خواخوږۍ جلبولو هڅه یو فوق العاده او د ستایلو وړ اقدام و. افغانستان ته یې د نړۍ پام واړوه، هغه هم داسې یو حالت کې چې ټولو ترې مخه ګرځولې ده. همدا کرکت دی چې نړۍ ته افغانستان بیا بیا یادوي. کرکټ افغانستان له نړۍ سره نښلوي. د هند خلاف لوبې کې په میدان کې د افغانستان د زلزلې ځپلو په یاد خاموشه درېدل او په مټو تورې پټۍ تړل، له افغانستان سره د نړۍ خواخوږي وه. دا یو قوي پیغام و.

په دغه نړیوال جام کې د افغانستان ښه لوبېدل د نړۍ کرکټ ته دا پیغام ورکړ چې په دې لوبډلې باندې باید نوره پانګونه هم وشي او تر ټولو مهمه دا چې قوي لوبډلې لکه هند، استرالیا، جنوبي افریقا او نور قوي ټیمونه دې ورسره سیریزونه وکړي. نړیوال جام کې د افغانستان ښو لوبو د دغو هېوادونو له سر څخه دا فکر لرې کړ چې افغانستان د دوی سیال نه دی. بلکل یې سیال دی.

په دغه نړیوال جام کې د افغانستان ښو لوبو به په وطن کې به زرګونو ځوانانو او ماشومانو ته له وطن او کرکټ سره د مینې انګېزه ورکړې وې. دا خبره عادي مه ګڼئ، دا نړیوال جام به په افغانستان کې داسې استعدادونه وټوکوي، چې حېران به شئ. د دغه نړیوال جام مثبتې اغیزې به په راتلونکو پنځو او لسو کلونو کې ښه جوت شي، خو شرط دا دی چې دا استعدادونه ښه مدیریت شي.‌

د افغانستان حریفان :

په دې نړیوال جام کې دا خبره هم ثابته شوه چې ځینې داسې هېوادونه شته چې د افغانستان د کرکټ هېڅ ډول بری او پرمختګ زغملای نشي. نورو برخو کې یې هم. افغانستان باید په دې برخه کې ډېر ځېرک وي. یووالی او قوي هوډ د هرې ستونزې اوهر بد رقیب مخه نیولای شي.

نور باید څه وشي؟:

که له دغه نړیوال جام څخه یوه زده کړې وشي،‌ هغه به دا وي چې افغان لوبغاړي باید په خپل فیلډینګ باندې ډېر کار وکړي. افغانستان په استرالیا او نیوزیلینډ باندې لوبې د فیلډینګ له کبله وبایللې. فیلیډینګ یوه مسلکی مسئله ده چې تر ډېره په فټنس پورې اړه لري. فټنس او ډسپلین یوه پراخه ساحه ده چې د لوبغاړو د تمرین، خوب، خوراک، ګرځېدل راګرځېدو او دا ډول هر څه رانغاړي.

افغانستان اوس ډېر غټ کرکټ کوي او په لویو سیالیو کې هېڅ ډول وړه او لویه تېروتنه د زغملو نه وي، بلکې د ماتې دروازې پرانیزي او موږ دا ولیدل. په دې هیله چې هم لوبغاړي، هم روزونکي او هم اداره دې ټکي ته بام وکړي.

افغانستان باید سر له اوس نه د ۲۰۲۵ کا چمپینز ټرافۍ ته امادګي ونیسي. د لوبډلې ترکیب یې فوق العاده دی، یوازې په تېزې توپ اچوونې او فیلیډینګ باندې کار کول دي.

افغانستان باید له نورو قوي هېوادونو سره سیریزونه وکړي. له ټولو سره خو نشي، مګر د سیمې او نړۍ له ځینو هېوادونو سره خامخا کېږي. په دې کار سره دافغانستان کرکټ نور هم وده کوي او یوې ورځنیو په ژوندۍ ساتلو لپاره دا مسئله ډېره مهمه ده. دا مهال په شل اوریز کرکټ باندې ډېره پانګونه کېږي، خو دغه نړیوال جام دا هم وښودل چې لا هم د یوې ورځنیو لوبو مینه وال، پانګوال او لوبغاړي شته او تنده موجوده ده.   ملي لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم له سویلي افریقا سره تر لوبې یوه ورځ مخکې په یوه خبري کنفرانس کې پر دې ټینګار وکړ، چې دوی ته باید له لویو لوبډلو سره د یوه ورځنیو او ټسټ سیالیو زمینه برابره شي.

بله خبره دا چې نوین الحق نور له یوې ورځنیو لولوب سره خدای په اماني وکړه، بدیلونه یې شته او ښه ډېر دي. د لوبډلې نور ترکیب بیخی ښه دی، ماشاءالله.

د افغانستان د کرکټ د لا پرمختګ، د لوبغاړو د اتفاق او ځلېدو او بریا په هیله.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.