پر درېیو لوبغاړو بندیزونه ولګېدل

05 مرغومی 1402 چنار راډيو

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي ګټو پر ضد اقداماتو له کبله پر درېیو ملي لوبغاړو فضل حق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن ځدراڼ بندېزونه لګولي او له دوی سره مرکزي قردادونه هم لغوه شوي دي.

د کرکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ادارې له دغو درېیو لوبغاړو څخه د یوه کال لپاره د ملي لوبډلې د مرکزي قرارداد د اخیستلو او همدارنګه د دوو کلونو لپاره په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازې د نه ورکولو پرېکړه وکړه.
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان کرکټ بورډ، د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو څخه د ډډې کولو په پایله کې چې د ادارې او ملي ګټو خلاف عمل دی، دغه پرېکړه کړې ده.
کرکټ بورډ ویلی، د یادو لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد پر نه لاسلیکولو د ټينګار لامل په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وو، چې د دوی شخصي ګټې تامینوي او د افغانستان په استازیتوب لوبو څخه چې ملي مسوولیت او د ملي ګټو تامینونکی فعالیت بلل کېږي؛ د ځان اېستلو هڅه ده چې پر همدې سبب افغانستان کرکټ بورډ غوره وبلله، ترڅو د یادو لوبغاړو پر وړاندې دغه انضباطي پرېکړه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.