دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

د کال په پیل کې د نیالګیو کېنول

26 کب 1402 چنار راډيو

د نیالګیو کینول زموږ د چاپېریال یوه مهمه برخه ده، چې انسان تر ډیره د خپل ژوندانه اړتیاوې او د خپل اړتیا وړ خوراکي توکي له همدې لارې ترلاسه کوي، ونه د آبادي نښه، د سمسورتیا او زرغونتیا لامل ده او د هوا د نرمۍ او د انساني هوساینې او د طبیعت د پاکوالي او صفایۍ لامل ګرځي، په افغانستان کې تر ډېره د کرنې او چاپېریال په برخه کې ستونزې موجودې دي چې د هغې له جملې څنګلونه هغه ستونزه ده چې هره ورځ وهل کیږي؛ خو پر ځای یې نورې ونې نه کینول کیږي، تر څنګ یې په هوارو او واړو غونډیو کې د ونو نشتون دی چې لا هم د ونو له سیورو بې برخې دي.

د پسرلي په راتګ سره هر کال د ونو د کېنولو او د هیواد د سمسورتیا لپاره په هر اړخیزه توګه کمپاینونه روان دي.

درنو اوریدونکو! ددې اونۍ په ګردي مېز کې عبدالحمید ژوند د روغتیاپال سمیع الله پکتین، د خوست ښاروالۍ د مطبوعاتو مسوول شاهد شاهد، او د ګذر وکیل سلیمان وزیري سره د کال په پیل کې د نیالګیو د کېنولو په اړه غږیدلی دی.

دغه ګردی مېز په لاندې لېنکونو اوریدلی شئ:

https://youtu.be/JsfHKNeLfH4

https://fb.watch/qRkciXfUq2/

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.