د بواسیر عوامل څه دي؟

د بواسیر عوامل څه دي؟

 

بواسیر بیلابیل علتونه لري چې دلته یې یادونه کیږي.

حامله توب

اکثره اومیندوارې ښځې په بواسیر اخته کیږي ځکه چې د رحم یا زیلانځ د رګونو غټېدا د کولمو پر رګونو فشار راوړي او د رګونو د پړسیدو سبب کېږي.

د عمر زیاتېدا

بواسیر د هغو کسانو په منځ کې ډېر لیدل کېږي چې عمر یې د ۴۵ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي؛ خو د دې معنا خامخا دا نه ده چې زلمکي او ماشومان پرې قطعاً نه اخته کیږي.

نس ناستی/ اسهال

سخت او پر له پسې اسهالونه هم د بواسیر سبب کېږي.

قبضیت

قبضیت د دې سبب کېږي چې د فاضله موادو د دفع کولو په مهال انسان زور ووهي. دا کار د وینو د رګونو پر دېوال فشار راوړي.

تر اندازې زیاته ناسته

که د ډېر وخت لپاره ځای پر ځای ناست پاتې شئ، بواسیر کېدای شئ.

د درنو شیانو پورته کول

که پر له پسې درانه شیان پورته کوئ، د بواسیر کېدو چانس مو ډیریږي. ډیر ځلي هغه کسان چې په نورو عواملو یې بواسیر پیدا شوي وي، د زیات وزن له پورته کېدو سره زیاتیږي.

معقدي جنسي اړیکې

معقدي جنسی اړیکې د بواسیر سبب کېدای شی، یا لږترلږه هغه څوک چې په نورو عواملو څه نا څه په بواسیرو اخته وي، ناروغي یې نوره هم زیاتیږي.

چاغښت

ډیر چاغښت او خوړو ته نه پام د بواسیرو سبب کېږي.

جنیټیک

ځینې کسان په ارثي یا جنیټیکي ډول د بواسیر کېدو چانس لري.

سرچینه: Mayo Clicnic

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.