ښه بویونه مو حافظه پیاوړې کوي!

ډیرو خلکو ته په پنځو حسونو کې د بویولو حس (شامه) ډیر مهم نه ښکاري؛ خو په امریکا کې تازه څېړنې ښيي چې د بویولو حس نه یوازې د ګلونو او خوراکونو په شان شیانو لپاره بلکې د دې لپاره چې دا شیان په حافظه کې وساتو، هم لازم دی.

په دې څېړنه کې، چې جزییات یې په (Frontiers in Neuroscience) مجله کې خپاره شوي، څرګنده شوې چې د شامه حس تحریکول د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کولی شي.

په دې څېړنه کې ویل شوي، د هغو کسانو، چې په الزایمر (هېره)، پارکینسن (رېږد) او ذهني پرېشانۍ اخته کېږي، یوه نخښه دا ده چې د هغوی د بویولو حس کم وي او له ډېرې مودې راهیسي دا څرګنده شوې چې د عمر د ډیرښت، مسمومیت، سیګرېټ څکولو، د سر د ضربې او یا د پزې د دوامداره بندښت له کبله د بویولو حس زیان ویني او دا د حافظې د کمزورتیا سبب کېږي.

د کلیفورنیا پوهنتون د نوروبیالوجي استاد مایکل لیون، چې د دې څېړنې د ټیم مشري یې په غاړه لرله، وايي:«د عمر له ډېریدو سره د انسان د حافظې او د شامه حس د وړتیا ترمنځ ارتباط زیاتیږي، خو د نن سبا په مدرنه او سوکاله دنیا کې تقریباً هر شی چې زموږ شاوخوا ته شته، بې بویه دی. نو د بویولو حس نه پارېدا ممکن د بیلابیلو ستونزو په وړاندې مازغه کمزوري کړي.»

ښاغلی لیون سپارښتنه کوي چې ښه ده چې هره ورځ یو نه یو څه بوی کړو، مهمه نه ده چې عطر وي یا ګلان، حتي که د دېګ مساله هم وي ښه ده چې د ورځې یې لږترلږه دوه ځلې بوی کړو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.