په پاکستان کې د سوالګرو په اړه حیرانونکي حقایق!

30 مرغومی 1402 چنار راډیو

لیکنه: داودجبارخیل

په هغه هېواد کې چې تر ۲۴ کروړه (۱۲۴ میلیون) زیات نفوس لري ۳.۸ میلیونه یې سوالګر دي چې ۱۲ سلنه یې نارینه، ۵۵ سلنه یې ښځې، ۲۷ سلنه یې ماشومان او پاتې ۶ سلنه یې سپین کالي جبري خلک دي.

د دغو سوالګرو ۵۰٪ په کراچۍ، ۱۶٪ په لاهور، ۷٪ په اسلام اباد او پاتې  په نورو ښارونو کې دي.

په کراچۍ کې د ورځني اوسط سوال ۲ زره روپۍ، په لاهور کې ۱۴۰۰ روپۍ او اسلام اباد کې ۹۵۰ روپۍ دي.

په ټول پاکستان کې د هر سوالګر اوسط 850 روپۍ دی.

دغه سوالګر د ورځې د خیرات په شکل د خلکو له جیبونو څخه ۳۲ ملیارده روپۍ اخلي.

په کال کې دا رقم 117 میلیارد روپیو ته رسیږي.
په اوسط ډول دا رقم ۴۲ میلیارده ډالره دی.

په داسې حال کې چې له دوی څخه د کار اخیستلو او یوازې د لږ کار په اخیستلو سره د ۳۸ میلیاردو ډالرو عاید تمه کیږي.

عربي رسینو څو میاشتي مخکې خبر ورکړی وو چې په یو شمیر عربي هیوادونو کې د نیول شوو سوالګرو ۹۰ سلنه یې په پاکستان پورې تعلق لري.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.