دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

بې‌پولې ډاکټرانو ۷۰۰ زره افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

15 سلواغه 1402 عصمت الله حلیم
Reporter: Asmatullah Halim Reporter: Asmatullah Halim

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو مشر فیليپي ریبیرو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پيله تر دې مهاله یې په افغانستان کې ۷۰۰زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې ریبیرو په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي اهدافو، فعالیتونو، او کاري ساحو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د درملو په رالېږد او د هوا له لارې د ناورغانو په لېږد کې د ځینو موجوده ستونزو د حل غوښتنه کړېده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په دې کتنه کې، د بې پولې ډاکترانو د خدمتونو د ستاینې ترڅنګ د یادې لړۍ د پراختیا او دوام غوښتنه کړې ده.

سیاسي مرستیال په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د ستونزو د هواري ژمنې سربېره ټولو هغو بنسټونو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره کارکوي

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.