دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

کرېکټ؛ د ۲۰۲۳ کال له نړیوال جام څه زدکړه وشوه؟

24 لړم 1402 نصیب خان - د کریکټ اجرایوي مشر
لیکنه : نصیب خان - د کریکټ اجرایوي مشر لیکنه : نصیب خان - د کریکټ اجرایوي مشر

له نړیوال جام مخکې یوه مجلس کې له حشمت الله شهیدي چا پوښتنه وکړه چې کومې لوبډلې دي ټارګیټ دي؟ د پوښتنې هدف یې دا و چې کومې کمزورې لوبډلې به ماتوي؟ حشمت ورته وویل، د هرې لوبډلې خلاف به ښه لوبه کوو، دا ځل یواځې او یواځې اشتراک ته نه ځو بلکې لویې لوبډلې به هم ماتوو.

دې خبر یې زښت زیات خوند راکړ، حشمت او ملګرو یې ځان ته هدف لوړ ټاکلی و او تر ډیره پکې بریالي هم شول.

د ځوانې او بااستعداده لوبډلې د لوبو ننداره مو وکړه. که دوه کاله پخوا لوبډله وګورو، نه مو په اوپننګ کې ګوربز او ابراهیم وو، او نه په لوبډله کې عظمت، ریاض ،عبدالرحمن، نور احمد او فضل الحق وو.

خو موږ د یوې پیاوړې او متوازنې لوبډلې لپاره د پخوانیو مجربو لوبغاړو تر څنګ، لوبډله کې ځوانانو ته هم ځای ورکړ او په ټوله کې مو د هر لوبغاړي په مسوولیت او په لوبډله کې په ځانګړي ځای کې لوبېدلو باندې کار وکړ.

دې نړیوال جام ته چمتوالی مو دوه کاله پخوا پیل کړې و، په کور دننه مو ورته د چمتووالي په موخه تمریناتي کمپونه جوړ کړل، د کورني کرېکټ لست ای سیالیو کې مو زرغون جام یو ورځنۍ سیالۍ اضافه کړې، همدارنګه مو د شري لنکا، بنګله دېش او پاکستان په شان سترو لوبډلو سره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ونیولې.

د پایلې که یو لنډ مثال درته ووایم، له پاکستان سره په شري‌ لنکا کې د سیریز اوله لوبه وګورئ چې زموږ لوبغاړي څنګه ولوبېدل؟ او که بیا وروسته په نړیوال جام کې زموږ لوبغاړي د دوی چټک توپ اچونکي څنګه ولوبول؟

د ټولو لوبغاړو همغږي

 

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES

د دې تر څنګ باید وویل شي چې د سینر یا مجربو لوبغاړو یووالي ته هم پاملرنه وشوه، لوبې ګټل بایلل به یو طرف کړو خو تاسو به د مشرانو لوبغاړو همغږي او همکاري هم لیدلې وي، چې مینه والو به یې له لوبې خوند اخیسته.

کله به چې موږ د دوی باډي لینګویج (Body Language) یا کړه وړه کتل، الحمدلله د لوبغاړو تر منځ مینه او یو والی تر هر وخت زیات و. مجربو لوبغاړو کې به هر یوه د لوبډلمشر په څیر مسوولیت ته غاړه ورکوله او ځوانان به یې هڅول. دا نړیوال جام یو پړاو و، له دې نړیوال جام مو ډیر څه زده کړل، که لوبه مو ګټله او که بایلله، خپلو نیمګړتیاو ته مو پام وو.

اوس د ولس هیلې له پخوا هم زیاتې شوې دي، د اوږو بار او مسوولیت مو نور هم دروند شوی. ولس به دا نه مني چې یواځې کمزورې لوبډلې دې ماتوو، بلکې له موږ یې تمې نورې هم زیاتې شوې دي.

راتلونکې لوبې

را روان کال مو نور هم له ازمایښتونو او سختو سیالیو ډک دی. پیل یې د هند له سیریز څخه دی، همدا راز له ایرلنډ، شري لنکا، زیمبابوې او بنګله دېش سره بشپړ سیریزونه، شل اوریز نړیوال جام، د اسټرالیا او او نیوزیلنډ سره سیریزونه ټول په پلان کې شته.

د ویاړ تر ټولو ستره خبره دا ده چې افغانستان په لومړي ځل چیمپینز ټرافۍ (۲۰۲۵) ته رسېدلی. چیمپینز ټرافي (Champions Trophy) کې د نړۍ ۸ غوره لوبډلې لوبیږي چې یو یې افغانستان هم دی.

بیا هم وایم، موږ په کړکېچنو حالاتو کې سفر کړی، نه مو سپانسر یا مالي ملاتړ درلود، نه مو د کوربه توب لپاره کوم ځای درلودله، او نه مو په کور دننه د لوبغاړو د روزنې او درملنې لپاره کوم وسایل او اسانتیاوې درلودلې.

اوس الحمدلله ډېر څه لرو، کابل الو خیلو کې ۸۶ جریبه ځمکه لرو هلته مو په نړیوال میعار برابر د کرېکټ میدان لپاره په یوه نقشه کار پیل کړی چې ښايي پسرلي ته کار پرې پیل کړو.

خو ستونزې مو ختمې نه دي، بانکي او سفري مشکلات لرو. نو له ولس مو هیله ده چې موږ ته لږ نور هم وخت راکړي. پوهېږم له لویو لوبډلو سره زموږ د لوبو پایله هاغسې نه وي لکه د کمزورو لوبډلو سره چې وي، ځکه لوبډله مو لا هم له انتقالي پروسې نه تیریږي.

نو د بریا پر وخت لکه څنګه چې د لوبغاړو تر څنګ دریږئ، همداسې د ناکامۍ پر وخت هم د دوی مه پرېږدئ.‌

زموږ به همدا هڅه وي چې راتلونکی کال مو هم لکه د سږ کال د لاسته راوړنو ډک وي. او باور لرم که تاسو همداسې زموږ ملاتړ وکړئ، د لا ډېرو بریاو او خوښیو شاهدان به اوسئ، انشاألله.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.