دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

ولې راشد د افغانستان د کرېکټ خان دی؟

01 سلواغه 1402 چنار راډيو

راشد د کرېکټ خان" د هغه کتاب نوم دی چې لیکوال، څېړونکي او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی.

د کتاب ټوله محتوا د کرېکټ د وتلي ستوري راشد خان په مسلکي ژوند او لاسته راوړنو څرخي.

محمد جعفر هاند د شنبې په ورځ (د مرغومې ۳۰مه) په اېکس ټولنیزې رسنۍ کې د یو پیغام په خپرولو سره د خپل کتاب "راشد د کرېکټ خان" د چاپیدو او خپریدو اعلان وکړ.

ښاغلي هاند په یوه مرکه کې وايي، چې کتاب د راشد خان په مسلکي ژوند راڅرخي. د کتاب ډېرې برخه د راشد خان د خولې خبرې دي.

ښاغلي هاند وايي: «راشد خان کله او څنګه کرېکټ شروع کړ؟ د افغانستان کرېکټ ته څنګه داخل شو؟ نړۍوال ستیج ته څنګه ورسېد؟ د هغه له ماشومتوبه نیولې تر دې دمه ټول موضوعات په دې کتاب کې راغلي دي.»

هاند زیاته کړه، چې دغه کتاب کې د راشد خان په اړه د هغه د روزونکو، د ملي لوبډلې د لوبغاړو، د راشد خپلې خبرې او د نړۍوالو مبصرینو د نظریاتو تر څنګ د ده خپل تحلیل او تجزیه هم شامله ده.

کتاب شاوخوا ۳۰۰ مخه دی او د دوه کلونو په لړ کې لیکل شوی دی.

ښاغلی هاند د "راشد د کرېکټ خان" له کتابه د یوې بیلګې په بیانولو سره داسې وايي: «مثلاً راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو. دا چې ولې او څنګه راشد د لسیزې غوره لوبغاړی شو د نړۍوالو مبصرینو نظرونه مې هم راخیستي، خپله تحلیل او تجزیه مې هم راخیستې بیا مې په دې اړه د راشد خان خبرې هم راخیستي.»

ولي راشد خان؟

ښاغلی هاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې راشد د کرکټ خان دی؟‌ وايي: «راشد د کرېکټ خان په دې خاطر دی چې راشد خان د افغانستان د کرېکت یو نایابه لوبغاړی دی، د لسیزې غوره لوبغاړی دی او د دنیا هر کرېکټ لیګ غواړي چې راشد ورته ولوبیږي. د ده له راتګ وروسته د افغانستان د کرېکټ بڼه بدله شوه. تر ټولو مهمه دا چې راشد په هېواد کې ډېرو ځوانانو ته له وطن سره د مینې انګیزه ورکړه.»

هاند زیاته کړه، چې راشد خان د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې مهمه څېره ده او موږ باید خپلې څېرې او تاریخونه هېر نه کړو، باید وې لیکو او د تاریخ په حافظه کې یې ژوندي وساتو.

هغه د دې کتاب د لیکلو د اړتیا په اړه وایي: « موږ باید خپل تاریخونه په خپله ولیکو، نسبت دې ته چې یو بهرنۍ راشي د خپل روایت په اساس زموږ تاریخ موږ ته بیان کړي. موږ باید خپل تاریخ د حقیقت له مخې او د خپل روایت له مخې ولیکو.»

ښاغلي جعفر هاند درې کاله مخکې "درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرېکټ تاریخ" په نوم یو کتاب هم لیکلی و. په دغه کتاب کې په افغانستان او نړۍ د کرېکټ د تاریخ او او اوسني

وضعيت په اړه لیکل شوی و.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.